کابل / د کب ۱۶ مه / باختر
د کاپیسا د کوه بند ولسوالۍ په درنامې کې پرون د یوسړک د ترمیمولو او آوارولو چارې پیل شوې.
د کاپیسا د والي ویاند کریم الله وثیق باخترآژانس ته وویل چې د دغه سړک په جوړولو سره کوهبند وسلوالۍ له نجراب سره نښلوي او د زرګونو کورنیو په تګ راتګ کې آسانتیاوې رامنځته کېږي.
وثیق زیاته کړه یاد سړک د لسو کلونو را په دېخوا د طبیعي پېښو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوی و. د سیمې اوسېدونکو له مرکزي حکومت وغوښتل چې دغه سړک په راتلونکي کال کې پوخ کړي.
ع