ټولنه

يوشمېر دولتي مقاماتو دشهيد استاد برهان الدين رباني په مزار دګلو کيډې کيښودې

کابل باختر آژانس د وږي ٢٩
يوشمير دولتي مقاماتو، جګپوري مامورين ،دملي شورا وکيلان او ګڼ شمېر دکابل ښاريان نن سهار دسولې دشهيد استادبرهان الدين رباني مزارته لاړل او ددغه شهيد پاک روح ته ددعا دکولو په ترڅ کې يې دده په مزار دګلو کيډې کيښودې.
دباختر آژانس دخبر يال دخبر له مخې: په دغو مراسمو کې دسولې دعالي شورا رييس صلاح الدين رباني ،د ملي دفاع وزير سترجنرال بسم الله محمدي، دپوهنې وزير او دسولې دملي يووالې د اوونۍ دلمانځنې دکيمسيون رييس فاروق وردګ، دکابينې يو شمير غړي ،دملي شورا غړي او کابل ښاريان د وزير محمد اکبر خان په غونډې کې دشهيد استاد رباني مزارته لاړل او دشهيد برهان الدين رباني او دآزادي ، جهاد او دمقاومت دلارې دنورو شهيدانو پاک ته ددعا کولو په ترڅ کې يې ددغه شهيد درناوى وکړ او دلوى خدا(ج) له دربار څخه يې دهيواد دخير او فلاح هيله وکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته