خبرونهاقتصادTOPټولنه

په کابل کې د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوولسو پروژو چارې پیل شوې

کابل، د وري ۲مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت، په کابل کې د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ۱۱ چکډمونو د جوړولو پروژو د چارو د پیل خبر ورکړی دی.
باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د یادو پروژو د پرانیستلو پر مهال، د دغو پروژو د پلي کولو موخه د اوبو مدیریت، د کرنیزو اوبو چمتو کول او تر ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا بللې او ویلي یې دي چې ۱۱ پروژې به د کابل په ۱۱ ولسوالیو کې پلي شي چې په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د سیاب بالا چکډم یې لومړنۍ پروژه ده.
دغه راز د کابل والي ملا امین الله عبید، د اسلامي امارت د مسئولینو رښتینو خدمتونو ته په اشارې، ویلي چې نن افغانستان د داخلي امکاناتو او د هېواد د بچیانو په هڅو سره د آبادۍ او سوکالۍ په لور روان دی.
د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال هم، د پروژو د ارزښت په اړه خبرې کړي او له قراردادي شرکت څخه یې غوښتي چې د پروژو د کیفیت په برخه کې دې زیاته پاملرنه وکړي.
تر دې وړاندې هم د اوبو او انرژۍ وزارت، د کابل په درېیو ولسوالیو کې د چکډمونو د درې پروژو چارې پیل کړې وې چې له دې جملې په ګلدرې ولسوالۍ کې یوه پروژه بشپړه شوې او په خاک جبار او سروبي ولسوالیو کې د دوو نورو پروژو چارې روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته