کابل، د لېندۍ ۷مه، باختر
کابل ښاروالۍ د کابل ښار اړوند د پډولې سړک پر پاتې برخو د قير اچولو خبر ورکړی دی.
سرچينې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۷مې ناحیې اړوند د پډولې سړک د پاتې دوو برخو د قیر کولو چارې، د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر تر څارنې لاندې پیل شوې.
په خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله ويل شوي، چې د ۲استملاکي کورونو د شتون له امله د پډولې سړک دوه برخې نه وې جوړې شوې، چې اوس یې د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته د قیر کولو چارې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې، چې ډېر ژر به بشپړې او د ترافیکو پرمخ به پرانیستل شي.
سرچينې زياته کړې، چې د لومړۍ برخې د قیر چارې ۹۱متره او دويمه برخه یې ۱۳۰متره اوږدوالى او ۳۰متره سور لري، چې د پلولارو، لښتیو، ګلدانونو او د بايسکل چلولو کرښو جوړول هم په کې شامل دي.