خبرونهامنیتTOP

په کابل پوهنتون د بريد يو بل طرحه کوونکى ووژل شو

٤٥- کابل / د لړم ٢٦مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس لومړي مرستيال د کابل په پوهنتون د تروريستي بريد د يوبل طراح د وژل کېدو خبر ورکړ.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ د افغانستان د جمهور رييس لومړى مرستيال امر الله صالح نن په خپل فيسبوک پاڼه کې اعلام وکړ چې د کابل په پوهنتون د بريد د طراحانو دويم غړى په پکتيا کې له افغان ځواکونوسره په جګړه کې وژل شوى دى.
هغه په دې بيان سره چې وژل شوى احمدنوميده ويلي دي چې د کابل په پوهنتون د بريد دريم طراح هم نيول شوى دى.
صالح زياته کړه: دغوکسانو له بريد څخه لس ورځې مخکې د کابل پوهنتون له نږدې څېړلې و.
د افغانستان د جمهوري رياست لومړي مرستيال ويلي دي چې د کابل په پوهنتون د تروريستي بريد دوسيه په چټکى سره د څېړڼې په حال کې ده او نوي اړخونه به يې ډېرژر افشا شي.
دوه ورځې مخکې هم د افغانستان د جمهور رييس لومړي مرستيال د کابل په پوهنتون د بريد د اصلي طراح د نيولو خبرورکړ.
نيول شوى سړى د شريعاتو د پوهنځي محصل و.
د کابل په پوهنتون د بريد له امله چې مسووليت يې داعش په غاړه واخيست ٢٢ تنه ووژل شول او څه د پاسه ٣٠ تنه نور ټپيان شول خو د افغانستان دولت ټينګارکوي چې دغه بريد د طالبانو او د حقاني د شبکې کارو.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته