کابل / د وري ۷مه / باختر
په پکتیا کې د کار په بدل کې د غنمو ورکړې پروګرام په آډانه کې ۲۴ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د باختر آژنس د خبرله مخې، دغه پروژه په مرکز سربېره په ټولو ولسوالیو کې پیل شوې چې پرمټ یې ۲۴ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې چې هر کاریګر ته د ورځې د کار په بدل کې لس کیلو غنم ورکول کېږي.
د دغه پروګرام له لارې په مرکز او ولسوالیو کې سلګونه ویالې پاکېږي او پر سړکونو جغل هم اچول کېږي.
بارکزی