خبرونهاقتصادTOP

په پنجشېر کې د زمردو ۱۶۰۰ کانونه ثبت شوي دي

کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر

د پنجشېر د کانونو او پټروليم رييس مولوي محمد قاسم اميري نن په خپل دفتر کې د يوناما دفتر له استازي کارل او راغلي پلاوي سره په کتنه کې وویل، چې دغه رياست د روان کال په څه کم څلورو مياشتو کې د زمردو ۱۶۰۰ کانونه په رسمي ډول ثبت کړي دي.

مولوي محمد قاسم اميري زیاته کړه چې د زمرد د ١٦٠٠ ثبت شويو کانونو له جملې څخه ۴١۰ يې رسمي جوازونه لري او له دې جملې څخه څه د پاسه ٣٠٠ کانونه استخراج کېږي او شاوخوا ١٠٠ نور کانونو ته هم جوازونه ورکړل شوي خو د سړې هو له امله یې کارونه نه دي پيل شوي.

امیري وویل چې اوسمهال په دغه ولایت کې د کانونو د استخراج په چارو کې ۸ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

په دې کتنه کې د يوناما دفتر استازي د پنجشېر د کاني زيرمو په ځانګړي ډول د زمردو، اوسپنې، سرو زرو او نقرې په برخه کې د پانګونې فرصتونو ته اشاره وکړه او د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست کارونه يې د ستاينې وړ وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته