خبرونهاقتصادTOPټولنه

په هېواد کې د بانکي خدمتونو د کاري ساعتونو موده وغځول شوه

کابل، د وري ۱۵مه، باختر
د افغانستان بانک مسئولین وايي چې دغه بانک، د رمضان المبارک میاشتې له ۲۵مې څخه د کوچني اختر تر ورځې پورې د جمعې ورځې په ګډون، د کاري ساعتونو موده غځولې ده.
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري نن باختر آژانس ته وویل: “د افغانستان بانک درنو هېوادوالو ته د غوره بانکي خدمتونو وړاندې کولو او اړينو آسانتياوو د رامنځته کولو په موخه، د رمضان المبارک میاشتې له ۲۵ نېټې څخه د کوچني اختر تر ورځې پورې د جمعې د ورځې په ګډون د کاري ساعتونو موده د سهار له ۷ بجو څخه د مازیګر تر ۴:۳۰ بجو پوری غځولې ده.”
هغه زیاته کړه چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د افغانستان بانک او د سوداګریزو بانکونو نمایندګۍ مکلفې دي چې د افغانستان بانک له پرېکړې سره سم هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته