کابل، د کب ۱۶مه، باختر
د هلمند سیمه یيز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د نږدې نیم میلیون افغانیو په لګښت یو پُل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد ولایت د ناوې ولسوالۍ مرستیال ولسوال مولوي مخلص د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه پُل د ناوې ولسوالۍ اړوند په تبېلې سیمه کې د ولسي ملاتړ موسسې له لوري د ۴۴۵ زره افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه، چې یاد پل د ناوې ولسوالۍ اړوند خرابې، نیګاري او ګورګي کلي له مرکز لښکرګاه سره نښلوي.
هېره دې نه وي، چې د سیمې اوسېدونکو د ورته نورو ټولګټو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.