کابل، د سلواغې ۱۶مه، باختر
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د هلمند په ۵ ولسوالیو کې د څښاک اوبو د ۶ شبکو د جوړولو او ګټې اخیستنې ته د سپارلو خبر ورکوي.
دغه وزارت ویلي چې د یونیسف ادارې په مالي مرسته د هلمند ولایت د خانشین، ګرمسیر، ګرشک، کجکي او موسی قلعه ولسوالیو په مرکزي بازار، لنډي، لوی کلی، بادغیسانو، لکړه شریف او هزارمیشي کلیو کې د څه باندې ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د ۶ شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
یاد وزارت زیاته کړې چې په دغو شبکو کې د ۶ ژورو څاګانو کیندل، د ۱۵ زره ۹۶۵ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۵۱۹ نل لیکو نښلول، د پاکو اوبو د ۶ زېرمو جوړول او د ۱۷۰ لمریزې برېښنا تختو نښلول شامل دي.
د سرچینې په وینا د یادو شبکو په بشپړېدو سره د نوموړو کلیو ۱۲۱۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.