خبرونهاقتصادټولنه

په هلمند کې تېر کال ۷۰ مخابراتي انتنونه نصب شوې دي

کابل، د وري ۴مه، باختر
د هلمند د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په جنوبي او شمالي ولسوالیو کې د تېر یو کال په جریان کې ۷۰ مخابراتي انتنونه نصب شوي دي.
د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس ملا امان الله شبیر د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې د تېر ۱۴۰۲ هـ ل کال کې د یاد ولایت د جنوبي او شمالي ولسوالیو هغو سېمو کې چې مخکي مخابراتي شبکو فعالیت نه درلود د ۷۰ بېلا بېلو مخابراتي شبکو انتنونه یې نصب کړي دي.
شبیر زیاته کړه:”موږ لا هم هڅه کوو ټولې هغه مخابراتي شبکې چې په دغه ولایت کې فعالیت کوي وخت پروخت څارنه وکړو او د هېواد والو ستونزې پر وخت حل کړو”.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته