خبرونهTOPټولنهښوونه او روزنه

په هلمند پوهنتون کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې

کابل، د سلواغې ۱۴مه، باختر

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم په هلمند پوهنتون کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ بېلابېلو پروژو د چارو پرانیسته وکړه.

په دغو پروژو کې د سړکونو او د پلې لارو او ګلدانونو جوړول، د ۳۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا جوړول، د کتابتون د تجهیز، د دفتري اجناسو د تجهیز، د انجنیري او کرنې پوهنځيو لابراتواري توکي اخیستل، د ساختمانونو د ترمیماتو او د سرسبزۍ پروژې چارې پیل او دغه راز یې د حفظ او مراقبت، کمپیوټر لب او څېړنیز مرکز د تجهیز پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په یادو مراسمو کې شیخ نداء محمد ندیم د پرمختګ او اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې یادې پروژې مهمې وبللې او دغه راز یې د هلمند پوهنتون مشرتابه ته د نورو همکاریو ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته