کابل، د غبرګولي ۱۳ مه ،باختر
په هرات کې یوماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو.
د هرات امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
دغه ماشوم څو ورځې وړاندې د ښار له مربوطاتوڅخه د وسله والو له لوري تښتول شوی و.
د را رسېدلو خبرونو له مخې، استخباراتي ځواکونو دغه ماشوم پرون ناوخته د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
د هرات د استخباراتو یوې سرچېنې د دغه خبر پخلی کړی دی.
ع