خبرونهټولنه

په هرات کې د دریو قومونو ترمنځ ۵۰ کلنه شخړه حل شوه

کابل، د وري ۷مه، باختر

د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د طاهري، اڅکزي او ملکي قومونو ترمنځ د څړځایونو پر سر ۵۰ کلنه شخړه د ولایت مقام له لوري د ټاکل شوي پلاوي له خوا د یوې غونډې په ترڅ کې حل شوه.

په دې غونډه کې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي جمال الدين عمر د سولې او پخلاینې په اړه خبرې وکړې او د ښکېلو اړخونو یې یو د بل منلو او ورورولۍ ته را وبلل.

نوموړي زیاته کړه چې څړځایونه د دې سیمې عام المنفعه ځایونه دي او ټول قومونه دې په مساوي توګه ورڅخه ګټه واخلي.

ورته مهال دغو قومونو ژمنه وکړه چې یو پر بل له دې وروسته د څړځای پر سرهېڅ کومه دعوه نه لري او یو له بل سره به د سولې په فضاء کې اوسېږي.

د یادونې وړ ده د اسلامي امارت په راتګ سره د قومونو ترمنځ د یووالي د ټينګښت لپاره هڅې پیل شوې چې تر دې دمه دې ته ورته سلګونه لویې او وړې شخړې حل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته