خبرونهاقتصادټولنه

په نیمروز کې د شامپو جوړولو کارخونه جوړه شوه

کابل, د لېندۍ ۹ مه, باختر
د نیمروز سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د شامپو جوړولو د کارخونې خبر ورکړی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې; په نیمروز کې د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د شامپو جوړولو یوه کارخونه جوړه شوې, چې هره ورځ ۵ ټنه شامپو تولیدوي.
د یادې کارخونې د پرانیستلو په مراسمو کې د یاد ولایت د چاپیریال ساتنې رییس مولوي حبيب‌الله مظهري وویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې داخلي تولیدات ډېر شوي او حکومت هم دې برخې ته ډېره پاملرنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته