کابل، د سلواغې ۱۳مه، باختر
د عامې روغتيا وزارت، په ننګرهار کې د ۲۷۵ زره ډالرو په ارزښت له اوو روغتونونو سره د طبي توکو او تجهیزاتو د مرستې خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاده مرسته د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست په هڅو او د روغتیا نړیوال سازمان د سیمهییز دفتر په مالي لګښت د ياد ولایت د مرکزي، تدریسي پوهنتون، کامې، روداتو او د راستنېدونکو هېوادوالو د لنډمهاله پنډغالي له بېړني څانګې او فاطمةالزهرا روغتون سره شوې چې د الټراسونډ ماشینونه، ډیجیټل اکسرۍ ماشینونه، د لابراتواري موادو د ساتنې یخچالونه، د جراحي عملیاتونو لپاره ځانګړي کېټونه او نور طبي توکي په کې شامل دي.
ويل شوي چې د يادو وسايلو او توکو په مرستې سره به د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهير ښه او هېوادوالو ته به غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
26 1 دقیقه لوستل