کابل، د مرغومې ۲۶مه، باختر
د بلخ ځايي مسوولینو د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې له بېلا بېلو قصابیو څخه د ۱۰۱۹ کیلو ګرامه خوسا شوې غوښې د راټلولو او له منځه وړولو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د دولتي مسلخ رئيس قاضي عطاء الله وویل چې یاده اندازه خرابه غوښه د قصابانو له چارو څخه د نظارت کمېسیون له لوري راټوله شوې وه، چې پرون د کمیسیون د غړو په شتون کې وسوځول شوه.
د نوموړي په خبره یاد کمېسیون په دوامداره توګه د ښار له قصابیو څخه لیدنه کوي، تر څو د خوسا شوې او خرابې غوښې د پلورلو مخنیوی وشي.
هغه همدارنګه د مزارشریف ښاریانو ته ډاډ ورکوي، چې ژر تر ژره به په لاسي کراچیو، غرفو او نور غیر صحي ځایونو کې د غوښي پلورل منع کړل شي.
هېره دې نه وي، چې د قصابانو له چارو څخه د نظارت کمېسیون د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، چاپیریال ساتنې او ښاروالۍ ریاستونو له استازو څخه جوړ شوی او دمګړۍ په منظمه توګه خپلې چارې پر مخ بیايي.