کابل / د وري ۶ مه / باختر
د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو د پنځو ښوونځیو د ودانیو د بیا رغونې چارې نن پيل شوې.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې د (آی.آر.سي) موسسې د دغه ولایت د پوهنې ریاست په همکارۍ د نورا، پسپجک، خواجه بلند، شش قلعه او د دشت د ښوونځیو ودانۍ بیا رغوي.
د لوګر د پوهنې رییس مولوي جنت ګل وویل چې د دغو ښوونځیو د ودانیو د بیا رغونې چارو په بشپړېدو سره به ۴ زره زده کوونکو لپاره په مناسبه فضا کې د زده کړې زمینه برابره شي.
ع