خبرونهټولنه

په لغمان کې یو جومات جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د مرغومې ۹ مه، باختر

د لغمان د ارشاد حج او اوقافو ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د یوې خور له خوا د ۷۰۰  زرو افغانیو په لګښت د یوه جومات د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د یاد ریاست مسوولینو وویل چې دغه جومات د یاد ولایت د الینګار ولسوالۍ په چینچارپول سیمه کې یوې میرمنې چې د شېرمحمد اخند زاده لور ده په خپل شخصي لګښت یې جوړکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې دغه جومات د ۱۶ مترو په اوږدوالي او ۱۱ مترو په پراخوالي د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت په لازمو وسایلو سمبال په پاخه او اساسي توګه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته