خبرونهټولنه

په لغمان کې دوو کورنیو له ۱۸ کلونو دښمنۍ وروسته سوله وکړه

کابل، د مرغومې ۱۹مه، باختر
د لغمان ځایي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې دوو کورنیو له ۱۸ کلونو دښمنۍ وروسته سوله وکړه.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي باختر اژانس ته وویل چې د دولت شاه ولسوال حاجي عبدالصبور احمد په هلو ځلو او د ولایتي ادارې په لارښوونه، د خاص دولت شاه کلي د قومي مخورو په همکارۍ دوه کورنیو له ۱۸ کالو دښمنۍ وروسته سوله وکړه.
د معلوماتو له مخې د امیر محمد او ملامحمد کورنیو ترمنځ ۱۸ کاله مخې یو سړی قتل شوی و.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې عبدالصبور احمد په قومونو غږ وکړ چې په بې اتفاقۍ کې د افغانانو خیر نشته او په خبره یې د کلونو راهیسې شاهدان یووچې جګړو په افغانانو څه تر کړل، اوس بشپړ امنیت تامین دی هیچاته دا اجازه ورنکړئ چې ولسونه سره ووېشي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه افغانستان د هر وګړي کور دی اسلامي امارت خپله غېږه د هرچا لپاره خلاصه کړې او چاته دا اجازه نه ورکوي چې په سیمه کې ګډوډي او بې اتفاقي وکړي.
بلخوا بیا ولسونو هم د ولسوال کړنې وستایلې او د هغه له خدمتونو یې خوښي څرګنده کړه.
په پای کې یادو کورنیو ته د دولت شاه ابتدایي محکمې مسؤلینو لخوا قسم ورکړل شو او سپارښتنه ورته وشوه چې راتلوونکي کې پر یوبل تېری ونه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته