خبرونهامنیت

په فراه کې د ډاکترفواد پیرزاد د تښتونې په اړوند درې تنه ونیول شول

کابل / د سلواغی / ۲۳ / باختر
په فراه کې د ډاکترفواد پیرزاد د تښتونې په اړوند ٣ تنه ونیول شول.
د رارسېدلوخبرونوله مخې، دغه ٣ تنه په کابل کې د ډاکترپیرزاد له تښتولو وروسته فراه ته تښتېدلي وو او د فراه رود ولسوالۍ په مربوطاتوکې پټ شوي وو.
د فراه د استخباراتو د رسنیو د دفتر مسوول له باخترآژانس سره په اړیکه کې د ډاکتر پیرزاد د تښتونې په اړوند د دغو ٣ تنونیول کېدل تايید کړل.
هغه وویل چې د دوی له جملې څخه ٢ تنه یې د زیاتو تحقیقاتو لپاره کابل ته ولېږدول شول.
شیخ احمد، قاري عبدالغفور او قاري سلطان پرون ناوخته د فراه د استخباراتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتوکې په فراه رود ولسوالۍ کې ونیول شول.
ډاکترفواد پیرزاد په افغانستان کې د عصابو د جراحی له مشهورو متخصصو ډاکترانوڅخه و.
دى څه موده مخکې له کابل څخه تښتول شوی و او تراوسه د انسان تښتوونکوپه بند کې دی.
د اسلامي امارت د استخباراتومسوول د دغه ډاکتر د آزادولو په خاطر د هلوځلوخبرې کوي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته