کابل، د مرغومې۶مه، باختر
د غور ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د ۱۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د اطلاعاتو او کلتور مدیر فضل احمد احمدي باختر آژانس ته وویل چې دغه سړک ۱۰ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره سور لري چې په جوړېدو سره به یې د یادې ولسوالۍ لسګونه کلي د کابل – غور عمومي لارې سره ونښلول شي.
احمدي زیاته کړه چې دغه سړک د خلکو په شخصي لګښت رغول کېږي چې د سلګونو کورنیو د تګ راتګ ستونزې له هوارې کړي.
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ځايي خلکو له لوري دې ته د ورته پروژو چارې پيل شوې وې.