خبرونهفرهنګ

په شريعت او قانون کې د ښځو د حقوقو روزنيز ورکشاپ پاى ته ورسېد

٤٣- کابل / دليندى ١٢مه /باختر
په شريعت او قانون کې د ښځو د حقوقو روزنيز ورکشاپ چې د متخصصو ښځو ګروپ په اطلاعاتواوفرهنګ وزارت کې جوړ کړی و، نن د تصديق ليکونو په ويشلو سره پاى ته ورسېد.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ د دغه ورکشاپ د پاى ته رسېدو په غونډه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د دغه شان روزنيزو پروګرامونو د جوړولو د اړتيا، د اسلام په مبين کې د ښځو د حقوقو او مقام او د هغو ستونزو او ننګونو په اړه چې زموږ په ټولنه کې د قوانينو د تطبيق مخې ته شته، هراړخيزې خبرې وکړې او ويې ويل : هر هېواد خپلې حقوقي ستونزې لري او زموږ په هېواد کې د ښځو له حقوقو سره مخالفت تاريخي سابقه لري.
هغه د ښځو د حقه حقوقو د تامينولو په خاطر د شاه امان الله خان د هلوځلواو د تاريخ په اوږډو کې د ښځو د حقوقو د فعالانو د فعاليتونو او مبارزو يادونه وکړه او ويې ويل په وروستيو سلو کلونوکې زموږ په ټولنه کې يومهم چلنج د ښځو د مقام تثبيتول وو.
هغه د هغو هلوځلو چې په وروستيو شلو کلونوکې د حکومت له خوا د ښځو د حقوقو او مقام په خاطر ترسره شوي دي يادونه وکړه او ويې ويل : د افغانستان په قوانينوکې د ښځو مقام د نړۍ په کچه بې سارى دى خو مقام د قوانينو په پاڼو کې يو بحث دى او په عيني ژوندانه کې يوبل بحث .
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د ورکشاپ له برخه والو وغوښتل چې د ټولنې په متن کې د ښځې مقام تثبيت کړي.
په دې ورکشاپ کې چې څلور ورځې مخکې پيل شوى و، د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت کارکوونکو ته له اسلام څخه مخکې ، په اسلامي شريعت ، د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د قانون، اساسي قانون او د افغانستان د جزا په کوډ کې د ښځو د حقوقواو مقام په اړه معلومات ورکړل شول.
د شريعت او قانون په چاروکې د متخصصو ښځو ډله ( ښځې ، سوله اوامنيت ) د ملګروملتوسازمان د ١٣٢٥ پريکړه ليک يو شاخص دی. دا ډله دوه کاله مخکې په اطلاعاتواوفرهنګ وزارت کې جوړه شوه او دغه ورکشاپ د دغه ګروپ لومړنى عملي پروګرام دى چې په دغه وزارت کې جوړ شو.
ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته