سیاستامنیتTOP

نهه تنه چې د جمهور رييس پر دويم مرستيال د بريد نيت درلود، ونيول شول

کابل/ د غويي٥ مه / باختر
د ملي امنيت لوي رييس احمدضيا سراج پرون د امنيتي مقاماتو په ګډه خبري غونډه کې د ٩ تنو د نيولو چې د جمهوري رياست پر دويم مرستيال د بريد طرحه لرله، خبر ورکړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې: په دې خبري غونډه کې دهېواد د ملي امنيت لوي رييس دغه راز وويل چې د دغې ډلې يوشمېر غړي ترتعقيب لاندې دي.
د ملي امنيت لوي رييس زياته کړه چي نيول شويو کسانو دغه راز غوښتل پر مدني فعالانو هم بريدونه وکړي خو هدف ته له رسيدو مخکې د ملي امنيت د ځواکونوله خوا ونيول شول.
پاى \ ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته