خبرونهټولنهروغتیا

په بلخ کې ۲۱ ټنه تر وخت تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر
په بلخ ولايت کې د خوړو او درملو رياست لخوا ۲۱ ټنه تر وخت تېر خوراکي توکي او درمل چې ټول ارزښت يې نږدې ۳ ميليونه افغانۍ کېږي وسوځول شول.
د دغه ولایت د خوړو او درملو رييس ډاکټر عبدالوحید عابدي وايي چې دغه درمل او خوراکي توکي د څلورو مياشتو راهیسې د دغه رياست مسوولينو لخوا راټول او نن د بلخ ولايت مقام او يو شمېر نورو ادارو د استازو په شتون کې وسوځول شول.
ورته مهال د دغه رياست د نظارت آمر طارق عزیز وايي هېڅوک حق نه لري چې په خپلو دوکانونو کې تاريخ تېر توکي او درمل وپلوري.
د هغه په وينا په تېرو مياشتو کې ۱۵۷ درملتونونه چې پکې غير مجاز او تاريخ تېر درمل پلورل کېدل په موقتي او اوږدمهاله توګه تړل شوي دي.
په همدې حال کې په بلخ ولايت کې د درمل پلورونکو اتحاديې مسوول حاجي محمد د دغه اقدام څخه خوښي وښوده او تنګار يې وکړ چې دغه کار په ښار کې د باکيفيته درملو د پلورلو لپاره ښه زمينه برابروي.
د يادونې وړ ده چې څو میاشتې وړاندې هم د بلخ ولايت د عامې روغتيا رياست لخوا تر ۶۰ ټنو زيات تاريخ تېر خوراکي توکي او درمل سوځول شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته