خبرونهامنیتټولنه

په بلخ کې سلګونه کیلوګرامه نشه یي توکي وسوځول شول

کابل، د سلواغې ۱۳مه، باختر
د بلخ ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د تېرو دوو کلونو پرمهال سلګونه کیلوګرامه نیول شوي نشه يي توکي وسوځول.
د یادو توکو د سوځولو پرمهال د دغه ولایت د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیر ملااسدالله توریالي وویل چې د ۲۰۹ هغو قضیو ثبت له ډلې ترلاسه شوي ۳ کیلو ګرامه هیروین، ۲۵,۷۶۲ کیلو ګرامه ښیښه، ۳۶۱۳,۵ لېټره الکولي مشروبات، ۴,۷۵۷ کیلو ګرامه ټابلیټ کا او ۱۰۱ لېټره مخلوط شوي ممیز، چې خام شراب ورڅخه جوړېدل وسوځول شول.
نوموړي زیاته کړه چې همدارنګه د تېرو وختونو څخه پاتې ۵۰۰ کیلو ګرامه هیروین، ۶۶۳۸,۵ لېټره الکولي مشروبات، ۱۴۲۰ لېټره بهرني الکولي مشروبات هم وسوځول شول.
ورته مهال د بلخ ولایت امنیه قومندان ملاعبدالرازق راشد وویل، چې د مشرتابه حکمونو او فرمانونو ته ټول مسؤلین ژمن دي، ځکه دا یو واحد نظام دی، چې په راس کي یې ټول علماءکرام دي.
هغه وویل چې د افغانستان اسلامي امارت هره کړې ژمنه په عمل کې ټولو ته ښکاره کوي.
نوموړي ټولو ته ډاډ وړاندې کړ، چي په بلخ ولایت کې به د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او پلور پر وړاندې مبارزه نوره هم چټکه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته