خبرونهورزش

په ‏بغلان کې د لسګونو ورزشکارانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

کابل، د سلواغې ۲۷مه، باختر
د ‏بغلان په تاله و برفک ولسوالۍ کې د لسګونو ورزشکارانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست، نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د بغلان د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د بزکشۍ فدراسیون له لوري، د دغه ولایت په تاله و برفک ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
‏دغه سیالۍ د هندوکش او بابا دوه لوبډلو په چوکاټ کې ترسره شوې او مساوي پای ته رسېدلې دي.
د یادو سیالیو موخه، ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکول او د بزکشۍ غوره لیګ ته د غوره لوبغاړو موندل ويل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته