خبرونهاقتصادټولنه

په بغلان کې د سکرو نوی کان کشف شوی چې ۴۰۰ کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي

 کابل، د غبرګولي ۲مه، باختر

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د کرکر د سکرو کان په درې کیلومټرۍ کې د شورابک د سکرو کان کشف او پرمختیايي چارې یې پيل شوې.

د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ مسؤلین وايي، چې له ټولو کانونو دغه تصدي په ورځني ډول له څلوېښتو نیولې تر پنځوسو میلیونو افغانیو پورې عاید ترلاسه کوي.

د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ رییس  حجت الله صلاح الدین وايي، چې د جیولوجیستانو د سرویې له مخې په نوي موندل شوي کان کې تر اتو میلیونو ټنو د زیاتو سکرو اټکل شوی دی.

عبدالله حامد د بغلان د جامد  کان رییس وايي، چې د شورابک د سکرو په کان کې انجنیرانو د څه باندې اتو میلیونو ټنو سکرو د شتون اټکل کړی چې ۴۰۰ کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.

د کانونو د برخې انجنیران وايي، چې د شورابک د نوي موندل شوي کان لپاره یې د درې تونلونو  جوړول په پام کې نیولي او د ډېرېدو لپاره یې هم پلانونه تر لاس لاندې لري.

ځايي چارواکي وايي، چې د نوي موندل شوي شورابک کان له سکرو څخه به د غوري سیمنټو په فابریکه کې ګټه واخیستل شي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته