-کابل باختر دثور شپاړلسمه :
په بغلان کې دتروريستي بريدونو دقربانيانو له يوشمير کورنيو سره دخوراکي توکو او دلګښتي مالونو مرسته وشوه .
دغوکورنيو دوروستيو تروريستي بريدونو په بهير کې خپل عزيان له لاسه ورکړي دي .
دبغلان ولايت له پيښو سره دمبارزې رييس دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې دوروستيو تروريستي بريدونو دقربانيانو له نهه ويشتو کورنيو سره دخوراکي توکو او دلګښتي مالونو مرسته وشوه .
په دې مرسته کې وريجې ، غوړي ، اوړه ، لوبيا ، بوره ، غالۍ او دپخلنځي لوښې او دغه راز په لسګونو قلمه نور مواد شته چې دحکومت دمرستې دپروګرام له خوا دملګروملتو دسازمان دماين پاکولو دموسسو ملکي افرادو ته برابر شوي و .
1 د یوې دقیقې څخه لږ