سیاست

داجراييه رييس پيغام

کابل باختر د کب پنځه ويشتمه :
دهرات دخلکو دکب دمياشتې دڅلورويشتمې نيټې دپاڅون په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله پيغام .
  په ١٣٥٧  هجري لمريز کال کې  دهرات دسرلوړو او وياړلو  خلکو دکب دمياشتې دڅلور ويشتمې نيټې خونړۍ پاڅون دافغانستان په معاصر تاريخ کې يوه تل پاتې او زرينه پيښه ده .
په همدې ورځ دهرات مجاهد او ميړني خلک  دتشو لاسونو سره دکمونستي  رژيم تر غاښو پورې دوسله والو ځواکونو په وړاندې  ودريدل اوپه سراسري  او تاريخي پاڅون يې  لاس پورې او دنړۍ دملتونو په ازادي غوښتونکو مبارزو کې يې په خپلو پاکو وينو سره يوه نوې پاڼه رنګيه کړه . له څو لسيزو وروسته دهرات دخلکو دکب دمياشتې دڅلور ويشتمې نيټې  دشهيدانو خاطره اويادونه ژوندى او پرځاى ده . او دتل لپاره به دمعاصر تاريخ دپاملرنې  وړ ټکي په توګه دافغانستان دخلکوپه زړونو کې تل پاتې وي .
په دې نازک تاريخي پړاو کې دهرات دخلکو ميړانې او مقاومت دافغانستان دملت ترمنځ دازادي غوښتنې  او مبارزې غوښتنې روحيه پياوړي کړه .
  دغه پاځون  دهېواد په ګوټ ګوټ کې دنورو حرکتونو او پاڅونونو لپاره زمينه برابره کړه .
له دغه تاريخي حرکت وروسته دهېواد په ګوټ ګوټ کې دجهاد ، مقاومت اومبارزې مرکزونه  جوړ شول او پاڅون پراختيا وموندله  تر دې چې دکمونستي رژيم دظلم  او استبداد ستنې دړې وړې شوې .
کمونستي رژيم اوسره پوځ ، ددې هېواد په زرګونو بيګناه انسانان شهيدان کړل   په سلګونو تنه نور يې اعدام کړل او ټول ځواکونه يې دخلکو له خوا وځپل  شول چې دملت دازادۍ غوښتوونکو  حرکتونو  دبرياليتوب  خنډ شي خو په پاى کې يې  په شرمندګى سره ماتې وخوړه .
  دافغانستان دخلکو جهاد او مقاومت ثابته کړه چې هيڅ قدرت  او نظام  ديوه ملت  دارادې،  هوډ او ايمان په وړاندې  مقاومت نه شي کولاى .
دکمونستي  رژيم دماتې ډير مهم دليل دافغانستان  دملت په ارادې سترګې  پټول  و ځکه داخلک دي چې دخپل برخليک او دنظام  دراتلونکي په باره کې  تصميم نيسي .  په پاى کې دافغانستان دشهيدانو په تيره بيا دهرات دازادي غوښتوونکو اومجاهدو خلکو  د ١٣٥٧ کال دکب دمياشتې دڅلورويشتمې نيټې  دشهيدانو دخاطرو درناوى کوو او ديوه ولسواک   او داسلام  دمقدس دين دارزښتونو پربنسټ  ديوه نظام دجوړولو دسولې دتامينولو او دپراختيا په برخه کې دشهيدانو دارمانونو تحقق خپله ايماني دنده بولو .   ختم_ عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته