کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون له ایران څخه د څه باندې ۲ زره افغانانو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي چې پرون د ايران څخه ۲ زره او۱۲۳ تنه افغانان د (لېندۍ په۳ مه) د هرات د اسلام قلعې له لاري هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې چې له ډلې يې ۴۲۴ تنه د مرستو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.