خبرونهامنیت

پروان کې یو کس د نشه یي توکو د لېږد او پلور په تور ونیول شو

کابل، د مرغومې ٢٢مه، باختر
ځايي سرچینو په پروان ولايت کې د نشه يي توکو د لېږد او پلور په تور د يوه کس د نيول کېدو خبر ورکړی دی.
د ياد ولايت د امنیې قوماندانۍ ویاند فضل الرحیم مسکین یار وایي چې د نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو پرون په بګرام ولسوالۍ کې یو تن د نشه یي توکو پلورونکی له ۱۶ کیلو ګرامه چرسو سره یو ځای نیولی دی.
د سرچينې د مالوماتو له مخې نیول شوی کس تر څېړنو لاندې دی او دوسیه به يې تر بشپړولو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
د يادونې وړ ده، چې د پروان امنيتي منسوبينو تر دې وړاندې هم د نشه يي توکو د کاروبار په تور يو شمېر کسان نيولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته