سیاستخبرونهټولنهTOP

هېواد کې د اهل هنود هېوادوالو غصب شوې ځمکې بېرته راګرځول کېږي

کابل، د کب ۱۹مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري د هېواد په کچه د اهل هنود هېوادوالو د غصب شویو ځمکو د بررسۍ بهیر د پيل خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت ویلي چې یاد کمېسیون په مرکز او ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو ته لارښوونه کړې د اهل هنود هېوادوالو ځمکې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر غصب لاندې نیول شوې او یا د جعلي وکالت لیکونو په واسطې د هغو د غصب احتمال وي، تثبیت او تشخیص کړي.
سرچینې زیاته کړې د یادو شویو هیئتونو راپور د غصب شویو ځمکو له تثبیت او تشخیص څخه وروسته، د کمېسیون له خوا بررسي کېږي او په دې هکله به لازم تصمیم ونیول شي؛ ځکه هغه ځمکې چې مالکان يې د هېواد په داخل کې حضور نه لري، حفاظت یې د نظام په غاړه دی.
سرچینې همدارنګه ویلي چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې به یې تخنیکي هیئتونه د اهل هنود هېوادوالو د ځمکو د غصب مسئله په بشپړ دقت سره بررسي کړي ترڅو که چېرې غصب شوې وي او یا هم د غصب هڅې وجود ولري، مخنیوی یې وشي او غصب شوې ځمکې د هغو اصلي مالکانو ته راوګرځي.
عدلیې وزارت له اهل هنود هېوادوالو غوښتي چې د اړتیا په صورت کې د کمېسیون او د تخنیکي هیئت، خپل اسناد او کره معلومات له ولایتي تخنیکي هیئتونو سره شریک کړي ترڅو لازم اقدامات ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته