خبرونهورزش

هلمند کې د کرکټ سیالۍ د خپلواک لوبډلۍ په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د کب ۲۶مه، باختر
د هلمند د بدني روزنې او ورزش مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د کرکټ پیل شوې سیالۍ د خپلواک لوبډلې په بریا پای ته رسېدلې دي.
د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت په نادعلی ولسوالۍ, مرکزي لوبغالي کې دوه میاشتې وړاندې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۱۲ اوریزې سیالۍ پیل شوې وې, چې پایلوبه د خپلوک لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
سرچینې زیاته کړې پایلوبه د شاهین او خپلوک لوبډلو ترمنځ ترسره شوې لومړی شاهین لوبډلې ټاس ګټلی او د بیټنګ پرېکړه یې وکړه چې په ټاکلو اورونو کې یې ۱۰۵ منډې هدف کېښود; خو مقابلې لوبډلې ورکړل شوی هدف په ډېرې اسانۍ په ۹ اورونو کې پوره کړ.
د یادو سیالیو هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته