خبرونهاقتصادټولنه

هرات ښار کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو سړک جوړ شو

کابل، د کب ۲۰مه، باختر
د هرات د ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د دولسمې ناحيې په مربوطاتو کې د برادران جامي سړک د پخولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه سړک د ګټې اخیستنې پرمهال د هرات ښاروالۍ مسوولینو وویل چې دغه سړک د ١٠٠٠ مترو په اوږدوالي او ١٢ مترو په سور سره د ١٣.۵ميليونه افغانيو په لګښت د ښاروالۍ له پراختيايي بودجې څخه د ۳ میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
مسوولینو د دغه سړک د کار د ښه کيفيت او د نورو پراختيايي پروژو د کار د څرنګوالي په اړه د دغه ولايت ښاريانو ته ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د دغې ادارې مسوولين او انجنيران د ټولو پروژو د کار معیار او کیفیت څخه په دوامدار ډول څارنه کوي.
په همدې حال کې د دولسمې ناحيې اوسېدونکو د دغې پروژې د پلې کولو څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د ښار په پراختيا کې د ښاروالۍ لاسته راوړنې او فعاليتونه د قدر وړ وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته