خبرونهفرهنګ

هارون حکيمي د هېواد د تاريخي آبدو او فرهنګي ميراثونو پرساتنې ټينګار وکړ

کابل / د غبرګولي١١ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ اوهنرمعين هارون حکيمي نن د (هافو) شرکت له مسوول سره په کتنه کې د حاجي ميرويس خان هوتګ د پلارشالم خان د تاريخي کلا د ترميمولو او د بيارغاونې د کار پر ګړندي کولو ټينګار وکړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې د (هافو) شرکت مسوول انجنير سيد جاويد چې د زابل په شينکۍ ولسوالۍ کې د حاجي ميرويس خان هوتک د پلارشالم خان د تاريخي کلا د ترميمولو او د بيا رغاونې د کار مسووليت لري، د دغې پروژې دکاري بهير د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل.
هغه وويل: د دغې پروژې کار ٦٠ سلنه بشپړ شوى او هلې ځلې کوي چې په نږدې راتلوونکې کې بشپړ شي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين د حاجي ميرويس خان هوتک د پلار شالم خان د تاريخي کلا، په بلخ کې د مولانا د پلار بهاوالدين ولد د خانقا، د سلطان مسعود ماڼۍ، د هلمند بست کلا او د هېواد د يوشمېر نورو تاريخي آبدو د ترميمولو، بيارغاونې او د کار پرګړنديتوب ټينګار وکړ.
هغه څرګنده کړه چې د تاريخي آبدو د ترميمولو او بيارغاونې په کار کې بايد د تاريخي آبداتو تاريخي اصالت او مشخصو دورو کې د معمارۍ لارو چارو ته زياته پاملرنه وشي.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته