امنیت

ورانکارو بانډونو او ډار اچوونکو ډلو ته دلغمان دوالي خبردارى

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢٠ :    
دلغمان والي  په دغه ولايت کې فعالو  ډار اچوونکو ډلو او ورانکارو بانډونو ته  خبردارى ورکړ.
ده وويل ؛  دغه ډلې به ډير  ژر په لغمان کې  له منځه يوړل شي .
دلغمان والي عبدالجبارنعيمي له پوځي مقاماتوسره په غونډه کې له هغوى څخه وغوښتل  چې له هرې ممکنې لارې څخه دې  ورانکارې، سازمان موندلې او ډار اچوونکي ډلې دې  له منځه يوسي  چې په دغه ختيځ ولايت کې فردي او ټولنيز  مصوونيت  بيرته راستون شي.
ده  دورانکارو بانډو او ډارچوونکو ډلو پرخلاف دپوځيانو فعاليت  او مبارزې ته   ا شاره  وکړه او ويې ويل  چې دلغمان ولايت په مرکز او ولسواليو کې ددغو ډلو پرخلاف پوځي عمليات او کمينونه بايد زيات شي .
دلغمان والي  دامنيت  په تامينولو او له ډار اچوونکو ډلې سره دمبارزې په لاره کې دامنيتي ځواکونو برياليتوبونه وستايل او ويې ويل  چې هلې ځلې به وکړي  چې  له دغه ولايت څخه  دبد امنۍ او ډار  ټغر ټول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته