ټولنه

په کابل کې ترخيمو لاندې ميشت کسان مرستې ته اړتيالري

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٢١ :
په  کابل کې  ترخيمو لاندې  استوګن کسان وايي  چې د راروان  ژمي لپاره خوړو  او دسون توکو ته اړتيا لري .
په داسې حال کې  چې هوا  مخ په سړيدو ده    او سړه هوا  او لوږه  تر خيمولاندې  داستوګنو کسانو  دماشومانو  او دکورنۍ دنورو غړو  ژوند او سلامتيا ګواښوي  او هغوى ادعا کوي   چې دتيرو  کلونو پرخلاف  سږ کال  له دوى سره هيڅ راز  مرسته نه ده شوې .
احمدولي چې له  کورنۍ سره يې  دجګړې او ناامنۍ له امله  دهلمند ولايت  له مربوطاتو څخه  دکابل ښار  دقمبر دڅلور لارې  ساحې ته  راغلى  دى  او دسلګونو  نورو کورنيو په شان  ترخيمو لاندې  شپې سبا کوي وويل :   چې څو ځلې يې   دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت ته  مراجعه کړې ده    خو تراوسه پورې له دوى سره هيڅ راز مرسته نه ده شوې .
ترخيمولاندې ميشت يو بل هېوادوال  غفور چې له کورنۍ سره يې دميدان وردګو ولايت  له ناامنې  ساحې څخه مهاجر   اوپه همدې ساحه کې ترخيمې لاندې شپې سبا  کوي وويل   چې په دغه ځاى کې  نږدې اته سوه کورنۍ   په دردونکي حالت کې شپې سبا کوي.
ده دهيواد له  جمهوررييس څخه وغوښتل چې دوى ته دې پاملرنه وکړي او اړوندو ادارو ته دې لارښوونه وکړي  چې   له دغو اړو کورنيو سره لازمې مرستې وکړي .
  دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت   وياند اسلام الدين جرآت  دباختراژانس خبريال ته وويل  :  چې دغه وزارت کال په کال دژمي په درشل کې  دځينو ملي او نړيوالو  خيريه بنسټونو او آن  دهېوادونو مرستې  جلبوي.
ده وويل  چې  سږ کال هم په دغو کورنيو  دمرستې دويش پروګرامونه ترلاس لاندې  دي او ټاکل شوې ده  چې په راتلوونکې  اوونۍ کې   دکابل ښار په څو ساحو  په تيره بيا  دقمبر په څلور لارې کې ترخيمو لاندې په ميشتو کورنيو دسون   دتوکو ، خوراکي موادو او د جامو ويش   پيل شي .
په همدې حال کې  دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت دبيړنيو  حالاتو رييس مهرخدا صبار  هم  وويل  چې ډير ژر  په کابل کې په هغو اته  زره  اته ويشتو کورنيو  چې تر خيمو لاندې شپې سبا کوي دمرستو دويش بهير پيليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته