سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

نوی حکومت؛ اسلام اباد له تعامل پرته بله لاره نه لري

تبصره

پاکستان کې د شهباز شریف په مشرۍ نوي حکومت کار پیل کړی او د نورو نړۍ والو او کورنیو مسولیتونو د ترسره کولو ترڅنګ یو مهم کار یې دا دی، چې په وروستیو کې له افغانستان سره پیکه شوې اړیکې ورغوي.

اسلام اباد باید تېرو تجروبو او د هغو پایلو ته په کتو باید په احتیاط قدم واخلي او داسې کړنې ترسره نه کړي، چې خدای ج مه کړه، بیا ځلې یې له کابل سره اړیکې خرابې شي.

خبره دا ده، چې له کابل سره د اسلام اباد اړیکې مهمې دي او په یقیني توګه ویلی شم، چې دا پاکستان دی، چې افغانستان سره اړیکو پاللو ته ډېره اړتیا لري او که د دغو اړیکو پیکه کېدل غواړي نو یقیني ده، چې له سختو ستونزو په ځانګړي ډول اقتصادي ستونزو سره مخ کېدلی شي، ځکه افغانستان په جغرافیه یي لحاظ داسې یو موقعیت کې پروت دی، چې د نړۍ څلور خواوو ته یې لاس ښه په اسانۍ رسیږي او ځکه خو ورته د نړۍ او په ځانګړي ډول د اسیا د سوداګرۍ څلور لارې ورته ویل کیږي.

زه باوري یم، چې پاکستان کولی شي، له هند، بنګله دېش، چین او نورو ګاونډیانو سره د اړیکو له پاللو پرته هم وپایي، خو افغانستان سره ښې اړ یې درلودل یې د ژوندي پاتې کېدو لوی لامل دی.

نو په کار دی، چې پاکستان د افغانستان په اړه یوه واحده او له دوه مخي توب پرته پالیسي غوره کړي او د همدغې پالیسۍ له مخې افغانستان سره مثبتې اړیکې وپالي.

 

دا خبره یواځې پاکستان نه؛ بلکې ټوله نړۍ یې باید په غور سره واوري، چې افغانستان اوس د خپلو اصیلو بچیو په لاس کې دی او د تاریخ په اوږدو کې موږ او تاسو لیدلی شو، چې کله هم افغانستان کې اصیل افغانان واکمن وي، نو بیا هېڅکله غلام او د بهرنیو پالیسیو تر اغېز لاندې نه دي پاتې شوي، نو په کار دی، چې افغانانو سره مثبت تعامل وشي او هېوادونه خپلې ګتې په دوه مخې پالیسۍ کې وه نه لټوي.

نو پاکستان هم د افغانستان د یو ګاونډي په توګه باید د خپلو ګتو او د خلکو د هوساینې لپاره له افغانستان سره مثبت تعامل ولري، ځکه که دوه مخي وکړي، تاوان افغانستان نه؛ بلکې په خپله پاکستان یې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته