کابل، د سلواغې ۲۴مه، باختر
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه او ۲۶۰ زره افغانیو په لګښت د اوبولګولو د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادې پروژې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې په دې پروژه کې د ۱۰۰۰ متره په اوږدوالي د زاخېل کانال، دوه سربندونه، سوپرپسیج او ۲۲۲ متره استنادي دېوال جوړول شامل دي.
نوموړي زیاته کړه چې د زاخېل کانال په جوړېډو سره ۱۲۰۰ زره جریبه کرنیزې ځمکې ته د اوبو رسولو زمینه برابره شوې او دغه راز د کانال په شاوخوا غونډیو کې ۳۴۵ تراسونه (د باراني اوبو زېرمه کولو په موخه ژور ځایونه) هم کېندل شوي.
هغه د تمویلوونکې ادارې او همکارې مؤسسې څخه د مننې ترڅنګ له دوی وغوښتل، چې د ننګرهار ولایت په نورو سیمو کې دې هم ورته پروژې پلي کړي.
په ورته وخت کې هغه د سیمې له خلکو وغوښتل، چې د پروژې په ساتنه کې بشپړه همکاري وکړي.
باید وویل شي، چې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي همکارۍ د ننګرهار په یوشمېر نورو ولسوالیو کې هم د اوبولګولو پروژې پلي کېږي.