خبرونهورزش

میدان وردګو کې د ۵ ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالي د داود مبارز لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې

کابل، د لېندۍ ۱۱ مه، باختر

د کوربه میدان وردګو، کابل، بامیانو، لوګر، او بغلان ولایتونو د ۱۲ بېلابېلو لوبډلو تر منځ د والیبال سیالۍ د کوربه ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ د داود مبارز لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د میدان وردګو د بدني روزنې آمر ذبیح الله وهاج باختر آژانس ته وویل، چې دغه سیالۍ د دوی د ادارې له لوري په لاره اچول شوې وې او ۵ ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پایلوبه کې د داود مبارز لوبډلې د ۱/۳ میدانونو ګټلو سره مقابل لوري ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د یادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو لومړي مقام ته ۲۰ زره او دویم مقام ته ۱۰ زره افغانۍ انعام ورکړل شوی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته