سیاستخبرونهTOP

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د ټولو قومونو پر وړاندې یو شان مسوولیت لري

کابل، د کب ۲۳مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د اهل تشیع ټولنې له یوشمېر استازو استاد محمد حسین عالمي بلخي ، استاد محمد اکبري او نعمت الله غفاري سره وکتل.
په دې کتنه کې راغلو مشرانو د اسلامي امارت له لوري د دوی وړاندېزونو او غوښتنو ته د رسیده ګي له امله په مننې وویل، چې ورځ تر بلې د امنیتي حالت په څېر د خلکو په اقتصادي وضعیت کې هم ښه والی لیدل کېږي او د خلکو ډېری هغه دوسیې حل شوي، چې له کلونو راهیسې نا حله پاتې وې.
یادو مشرانو دغه راز د اهل تشیع هېوادوالو د ستونزو د حل او وړاندیزونو په اړه خپلې غوښتنې په لیکلي ډول د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته وسپارلې.
ورته مهال مولوي عبدالکبیر ته وویل، چې اسلامي امارت د ټولو قومونو پر وړاندې یو شان مسؤولیت لري او ولسونو ته خدمت د حکومت تر ټولو مهمه دنده ده او اسلامي امارت هڅه کوي څو افغانانو ته د ژوند غوره اسانتیاوې برابرې او په کور دننه د کاري فرصتونو په رامنځ ته کولو سره اقتصادي ودې ته لاره پرانېزي.
همدارنګه په یوه بله لیدنه کې د کابل امنیه قومندان ملا ولي جان حمزه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته د کابل ښار او ولسوالیو د امنیت او پولیسو د چلند په هکله معلومات ورکړل او ویې ویل:” په کابل کې د پولیسو او اړونده امنیتي ادارو په همکارۍ هغه ډلې چې په انسان تښتولو او د نا امنۍ په پېښو کې یې لاس لرلو نیول شوي او مسؤولو ادارو ته سپارل شوي دي”.
د کابل د امنیه قومندان په وینا په ښار او ولسوالیو کې پر دندو بوخت مجاهدینو مسلکي زده کړې ترلاسه کړي او د لاغوره مسلکي چلند په موخه به دا لړۍ دوام ولري.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د کابل امنیه قومندانۍ د هڅو په ستایلو سره وویل:”امنیتي ادارې دې د هغو کسانو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي چې د خلکو ارام او عامه امنیت اخلالوي”.
هغه د کابل ښار او ولسوالیو د امنیت د ټېنګښت اهمیت ته په اشارې سره وویل، چې د مسوولو ادارو همغږي او د خلکو همکاري کولای شي د کابل امنیت لاډاډمن کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته