سیاستخبرونهټولنهTOP

مولوي عبدالکبير: اسلامي امارت له ټولو په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو سره حسنه اړیکې غواړي

کابل، د وري ۲۲مه، باختر
‏د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ نن په سپيدار ماڼۍ کې اداء شو.
په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، په کابل کې مېشتو یو شمېر سفیرانو او دیپلوماتانو، د کابینې غړيو، د اسلامي امارت د بېلابېلو برخو مسئولینو، علمای کرامو او مجاهدینو ګډون کړی و.
د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال، د افغانستان ټول متدین او مجاهد ولس او اسلامي امت ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله او هغوی ته یې د اختر په ورځو کې د خوښیو او خوشحالیو هیله کړې ده.
مولوي عبدالکبير، د اسلامي امارت له امنیتي منسوبینو او موظفینو څخه د مننې ترڅنګ ویلي دي: د خوشحالۍ ځای دی چې نن افغان مسلمان ملت په خوښۍ او آرامۍ کې د اختر جشن لمانځي.
هغه زیاته کړې چې اوسمهال په افغانستان کې ټولو افغانانو ته د هوسا ژوند زمینه برابره شوې ده او پر بهر مېشتو افغانانو غږ کړی چې افغانستان ته را وګرځي او با عزته ژوند وکړي.
د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال په يادو مراسمو کې په ټينګار سره ویلي چې اسلامي امارت له ټولو په ځانګړي توګه اسلامي هېوادونو سره ښې او حسنه اړیکې غواړي، ځکه افغانستان له دغو هېوادونو سره ګډ دیني، سیاسي او فرهنګي مشترکات لري او اړتیا ده چې د دغو مشترکاتو په پياوړي کولو کې ټول مسلمان هېوادونه شریک کار وکړي.
مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې، ویلي چې ټول مسئولین او مجاهدین باید د نېکمرغه کوچني اختر په شپو او ورځو کې یتیمان او د شهیدانو وارثان هېر نکړي.
د يادونې وړ ده چې د پلازمېنې کابل په ګډون، د هېواد په ګوټ ګوټ کې د کمکي اختر لومړۍ ورځ د ورورولۍ، امن، خوښۍ او سولې په فضاء کې ونمانځل شوه. امنيتي ارګانونو د امنيت د تامين ډاډ ورکړی او د اسلامي نظام په ټينګښت کې يې د خلکو ونډه مهمه بللې او له هغوی څخه يې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
هېوادوالو هم د امنيت په تامين کې د اسلامي امارت د امنيتي او دفاعي ځواکونو هڅې ستايلي او هر راز همکاريو ژمنه يې کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته