سیاستخبرونهTOP

مولوي امیر خان متقي د ایران له سفیر سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

کابل، د کب ۲۳مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي نن په کابل کې د ایران له سفیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره وکتل.
‏د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد تکل وایي چې په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او وروستیو سیمه‌ییزو سیاسي پرمختیاوو په تړاو هر اړخیزې خبرې وشوې.
تکل زیاتوي چې دواړو لوریو د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې مخ پر ودې تعریف کړې او دا یې د ټولې سیمې په ګټه وبللې.
د نوموړي په وینا، د ایران ځانګړي استازي د دوحې د وروستۍ ناستې په اړه هم معلومات وړاندې کړل.
د تکل په خبره، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په ایران کې د افغانانو د ځینو ستونزو د حل، افغانستان ته د برېښنا د زیاتوالي، چابهار بندر په اړه د پرمختګ او د وروستیو اورښتونو په نتیجه کې، نیمروز او سیستان ته د اوبو د رسېدو په اړه هم خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته