سیاستخبرونهTOP

مولوي امیرخان متقي له خپل ازبکستاني سیال سره ټلیفوني خبرې وکړې

کابل، د کب ۲۶مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره ټلیفوني خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد تکل وايي چې په دې مکالمه کې دواړو لوريو کابل ته د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر پر وروستي سفر، شویو توافقاتو او د مسایلو د تعقیب په اړه خبر وکړې.
تکل زیاته کړې دواړه لوریو ډاډ ورکړ، چې د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې به د شویو توافقاتو پر پلې کولو کار کوي او د کارونو د تعقیب په موخه به د لوړې کچې اړیکو د ساتلو ترڅنګ، په راروانو څو ورځو کې د اړونده چارو د وزیرانو په کچه تعقیبي غونډه کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته