خبرونهفرهنګټولنهTOP

مهاجر فراهي: راډیو د تعلیم، تحصیل او د ځوانانو د اذهانو په روښانه کولو کې رغنده رول لري

کابل، د سلواغې ۲۴مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو معین او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي، نن د راډیو نړیوالې ورځې په مناسبت یو غږیز پیغام کې ویلي چې راډیو په افغانستان کې لسګونه کلونه مخینه لري او اوسمهال د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې، د هېواد په مرکز او بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۲۸۰ را‌ډیوګانې فعالیت لري.

مهاجر فراهي زیاته کړې چې راډیو د خلکو د اذهانو په بدلون کې مثبت رول لوبوي او کولای شي د هېواد د اړونده قضایاوو، پېښو، خبرونو، راپورونو او تحلیلونو په خپرولو سره هېوادوال له مهمو جریانونو باخبر وساتي.

د فراهي په وینا، راډیو کولای شي د تعلیم او زده کړو په برخه کې د ځوانانو د اذهانو په رغولو او روښانه کولو کې او همدا رنګه د قومونو، ولسونو او ملتونو ترمنځ د وحدت او پیوستون په لاره کې رغنده رول ولري.

هغه ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت، په هېواد کې د راډیو په ګډون د ټولو رسنیو او مطبوعاتو ملاتړ کوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو معین دغه راز، د راډیو له مسئولینو او هغو کسانو چې په دې برخه کې فعالیت کوي؛ غوښتي چې د هېواد او هېوادولو پر وړاندې دې خپل رسالت او مسئولیت ترسره کړي او په هېواد کې مثبت بدلونونه خلکو ته ورسوي.

د یادونې وړه چې د ملګرو ملتو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) په ۲۰۱۱ م کال کې، د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ونوموله؛ هغه رسنۍ چې د نړۍ په کچه کې تر ټولو ډېر مخاطبین لري او د ټولیزو رسنیو په منځ کې تر ټولو پخوانۍ رسنۍ ګڼل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته