خبرونهنړۍ

ملګرو ملتونو غزه کې د سملاسي اوربند د ټینګښت مسودې ته مثبته رایه ورکړه

نړۍ، د تلې ۲۲ مه، بهرنۍ رسنۍ
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې پرون سه شنبې په غزه کې د سملاسي اوربند د ټینګښت مسودې ته مثبته رایه ورکړه.
دغې رایه اچونه کې د ۱۸۶ هېوادونو استازو ګډون کړی وو، چې له ډلې یې ۱۵۳ هېوادونو مثبته رایه، ۲۳ هېوادونو د رایې له کارونې ډډه کړې او لسو هېوادونو امریکا، اتریش، چک، ګواتیمالا، لیبریا، میکرونزیا، نائورو، پاپوآ ګینه نو، پاراګوې او اسرایل چې د دغې جګړې اصلي او د ملکیانو وژونکي لوبغاړي دي، منفي رایه یې ورکړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې غزه کې جګړه لا هم روانه ده او وضعیت ورځ تر بلې کړکېچن کېږي.
ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن وایي، اسرایلي پوځ په غزه کې د بې توپیره هوایي بریدونو له امله د خپل ملاتړ د له لاسه ورکولو په حال کې دی.
بایډن دغه څرګندونې وروسته ترهغې کړي، چې صهیونستي پوځ دې وروستیو او په تېره بیا تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې لر اوبر د بېځایه شویو پنډغالي او روغتونونه په نښه کړي، چې سلګونو بېګناه کسانو ته یې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.
امریکا د روانې جګړې له پیل او تر هغې وړاندې د اسرایلو نږدې ملګری دی او له همدې امله د نړۍ د اکثریتو هېوادونو له نیوکو او تندو غبرګونونو سره مخ او د بېګناه انسانانو په وژلو کې د مرستې کولو له امله یې پړه بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته