سیاستخبرونهاقتصادTOP

محمداشرف غني د چین له یوشمېر پانګوالو سره وکتل

کابل/ د غبرګولي ۸مه/ باختر

جمهوررییس محمداشرف غني له کورنیو او بهرنیو پانګوالو څخه د حکومت د ملاتړ پر دوام، نن ماسپښین د چینایي پانګوالو له یو ګروپ سره چې له ډبرو سکرو څخه د برېښنا انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونې ته لېواله دي، وکتل.

په دې کتنه کې د یاد ګروپ مسوولینو وویل چې غواړي د کابو ۴۰۰ میلیون ډالرو په پانګونې له ډبرو سکرو څخه ۳۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي.

جمهوررییس غني د افغانستان د طبیعي سرچینو او د برېښنا انرژۍ په برخه کې د پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د پانګونې اسانتیا واحد ته یې لارښوونه وکړه چې د افغانستان برېښنا شرکت په همکارۍ د یاد ګروپ لپاره د پانګونې فرصت برابرولو په هکله لازمې ارزونې وکړي او د راتلونکو اجرااتو په موخه دې د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریکې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته