سیاستخبرونهTOP

مالیې وزارت، د دولتي ادارو سلګونه زره ټوکه ارزښت لرونکي سندونه چاپ کړي دي

کابل، د کب ۲۳مه، باختر

مالیې وزارت وايي چې د روان مالي کال په بهیر کې یې د یو شمېر دولتي ادارو لپاره سلګونه زره ټوکه ارزښت لرونکي سندونه چاپ کړي دي.

باختر آژانس ته د یاد وزارت په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مالیې وزارت له لوري، له ټولو بودجوي واحدونو سره په نږدې همکاریو سربېره، په ۱۴۰۲ مالي کال کې دغه وزارت د خپلې پراختیایي بودجې په مټ، د یو شمېر دولتي ادارو د اړتیا وړ سلګونه زره جلده ارزښت لرونکي (بهادار) سندونه چاپ کړي دي.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دغه وزارت له لوري په ۱۴۰۲مالي کال کې د خوندي اسنادو د چاپ دولتي مطبعې لپاره د ۲۹۵ میلیونه ۴۵۰ زره افغانۍ او د صکوکو دولتي مطبعې لپاره ۴۵۸ میلیونه ۴۰۹ زره ۶۹۹ افغانۍ په پام کې نیول شوې وې، چې پر مټ یې د ۱۱ وزارتونو او دولتي ادارو لپاره د اړتیا وړ سلګونه زره جلده ارزښت لرونکي سندونه چاپ شوي دي.

په دغو ارزښت لرونکو سندونو کې د سوداګرۍ جوازونه، د صادراتو او وارداتو ضمیموي فورمونه، د صادراتو او وارداتو فورمونه، طبي جوازونه، د ویزو سټېکرونه، د پاسپورټ د تمدید سټېکرونه، د بارنامو کتابچې، د معاملاتو لارښود، د چاپېریال ساتنې جواز، د دولسم ټولګیو شهادتنامې، د پوهنتونونو ټرانسکرېپټ او ډیپلومونه، د مسلکي زده کړو ادارې ډیپلومونه او شهادتنامې، د رسنیو جواز، د ټي ۲ فورمې او د بررسي او قوانینو جوازونه شامل دي چې د یادو مطبعو له لوري په معیاري ډول چاپ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته