ټولنه

دسمنګانو په بي وزلو کورنيو د غنمو ويشل

ايبک باختردمرغوي ٢٨ مـــــــــــــه

دسمنګانو ولايت په بي وزلو کور نيو نن د نړۍ د خوړو د پرو ګرام له خوا دغنمو ويشل پيل شول

 سيمه ييز چاروا کې وا يي : دغه کورنۍ د لو مړنيو خورا کي تو کو د پيرودنې وس نه لري

دسمنګا نو ولايت له پيښو سره د مبار زي د تياري د اداري رئيس رجب علي يو سفي د باختر ا طلاعا تي ا ژانس ته وويل: داڅلور سوه دوه ويشت ټنه غنم دي چې په دوه زره اته سوه ديارلسو بې وزلو کورنيو ويشل کيږي

ده زيا ته کړه :   هري کور نۍ ته يوسلو پنځوس کيلو ګرا مه غنم په وړيا ډول ورکول کيږي چې دا غنم د کورنۍ در ې مياشتنې لګښت پوره کوي

 دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکو پوري اړوند دزورآبې د کلي يو تن اوسيدونکى محمد ا برا هيم په داسي حال کې چې دغنمو بورى يې په کرا چې کې ليږد ولي وويل: دا مر  سته تر يوې ا ندا زې پوري زموږ ستو نزه حل کوي

 له بلي خوا د سمنګا نو دوالي ويندوى محمدصديق عزيزي دغه مرستې د وچکالى د اغيزو د کمښت په خا طر ګټوري و بللى

 په همدى حال کې دسمنګا نو ولايت د کرنې او او بو لګولو د رياست دکر کيلي د چارو امرنور محمد وا يي : د وچکالى له ا مله په دغه ولايت کې للمي کروندي په سلو کې اته نوي او آبي کر وندي په سلو کې څلويښت له منځه تللي دي چې د کر نې او او بو لګولو وزارت ددغو ستو نزو د لري کولو په مقصد له دغه ولايت سره دوه مياشتې مخکې دوه زره اته سوه پنځوس ټنه خورا کي او تخمې غنمو او وريجو مرسته کړې وه اودغه تو کي په لسو زرو بي وزلو او هغو بزګرو کورنيو چې د وچکالى تراغيزى لا ندې را غلي وې وويشل شول

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته